افغانستان کې د پولیو ناروغۍ څلورمه پېښه هم ثبت شوه (https://panjaradaily.com/the-fourth-case-of-polio-was-also-recorded-in-afghanistan/)
وروستۍ هیله یې هم له خاورو سره خاورې کیږي۲۴ جوزا ۱۴۰۲پنجره ورځپاڼه: وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وویل، ښايي طالبان هغه نړۍوال سازمانونه چې په کلیوالي ټولګيو کې افغان ماشومانو ته زده کړې ورکوي له فعالیته منع کړي.له دې سره په افغانستان کې د خلکو اندېښنې زیاتې شوې او وایي، چې که دا کار ترسره شي، نو د اولادونو پر مخ په خاص ډول د نجونو پر مخ به د زده کړو وروستۍ دروازې هم وتړل شي.دمګړۍ په هېواد کې د یونېسف موسسې ۲۱ زره سیمیز ټولګي جوړ کړي او پکي زرګونه نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي. فیض الله فیضاني غزنوي چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوه سیمه ییز ټولګي ښوونکی دی پنجره ورځپاڼې ته وویل، طالبانو ورته ویلي، چې خپل ټولګی رخصت کړي.نوموړی زیاتوي، چې د ټولګي د رخصت کېدو پر مهال نجونو او هلکانو ورته ژړل، څو د دوی ټولګی دې نه رخصت کوي. غزنوي وایي، چې د ده هیڅ په توانکې نشته بغیر له ژړا څخه.د راپورونو له مخي له تیرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو په ډیری ولایتونو کې سلګونه سمیز ټولګي تړلي دي. هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د طالبانو نظرهم له ځانه سره ولرو خو بریالی نه شوو.